Language

د بلغاريا پوليسو ٢٥ افغان کډوال نيولي

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): د بلغاريا د کورنيو چارو وزارت ويلي چې پوليسو يې د عملياتو پر مهال ٢٥ افغان کډوال نيولي دي.

د یاد وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان پرون د پوليسو له خوا په پورليشا سيمه کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، دغه ٢٥ کسان چې اووه يې ماشومان دي، هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري.

د بلغاريا د کورنيو چارو وزارت ويلي چې له لومړنيو پلټنو وروسته نیول شوي کسان د ناقانونه کډوالو د اوسېدو مرکز ته لېـږدول شوي دي.

د يادونې ده، هره مياشت سلګونه افغان کډوال د ترکيې او بلغاريا له لارې په غير قانوني توګه نورو اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

login or register a new account.