کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هيله لري چې پاکستان به په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېـټه وغځوي.
دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د روان زېږديز کال د روانې جون مياشتې په ٣٠مه نېټه په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني اوسېدنې نېټه پاى ته رسېږي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال وياند رضا باهر د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر همدې موضوع د خبرو او په څو اړخيزو ناستو کې د ګډون لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير عالمي بلخي د يو پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه پلاوي کې د دغه وزارت يو شمېر اړوند رييسان هم شامل دي.
رضا وايي چې په اسلام اباد کې به د کډوالو په اړه څو اړخيزې غونډې کېـږي چې په کې افغان پلاوى هم ګډون کوي.
د نوموړي په وينا، د کډوالو په اړه څلور اړخيزه د افغانستان، پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ بله درې اړخيزه غونډه د افغانستان، پاکستان او ايران ترمنځ همداراز بله درې اړخيزه غونډه، د افغانستان، ايران او د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ، بله درې اړخيزه د افغانستان، پاکستان او کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ او بله دوه اړخيزه غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال وياند وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کېدونکې غونډه کې به په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د قانوني اوسېدنې مودې پر غځولو خبرې کېږي او هيله يې څرګنده کړه چې پاکستان به دا موده وغځوي.
هغه زياته کړه چې په نورو ناستو کې هم د افغان کډوالو پر ستونزو، په خپله خوښه افغانستان ته د هغوى پر ستنېدو او د کډوالو اړوند پر يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کېږي.
بلخوا پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې په دې ناستو کې د ګډون لپاره د ايران د کورنيو چارو وزارت مرستيال حسين ذوالفقاري هم اسلام اباد ته رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې افغان او ايراني پلاوو پرون په اسلام اباد کې د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزارت له چارواکو سره لومړۍ ناستې کړې دي.
login or register a new account.