منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“نړيواله ټولنه دې د کډوالو له کوربه هېوادونو سره مرستې وکړي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه څلور اړخيزې غونډې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د کډوالو له کوربه هېوادونو سره مرستې وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، ايران او د کډوالو عالي کمېشنرۍ څو اړخيزې غونډې پرون په اسلام اباد کې وشوې.

په دې غونډو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ افغان پلاوي هم ګډون کړى و.

د پاکستان د ملي راډيو د راپور له مخې، د دې غونډې ګډونوالو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د کډوالو له کوربه هېوادونو سره خپلو مالي مرستو ته ادامه ورکوي.

سرچينې زياته کړې چې کوربه هېوادونو (ايران، پاکستان)  کې ميليونونه افغان کډوالو مېشت دي او هغوى ډېرو مرستو او پرمختيايي کارونو ته اړتيا لري.

دا د افغانستان، پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ترمنـځ شپږمه څلور اړخيزه غونډه وه. د دې غونډې مشري د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزير شهريار خان  افريدي کوله.

د ايران د کورنيو چارو وزارت مرستيال حسين ذوالفقاري د خپل هېواد په استازيتوب په دې غونډه کې ګډون کړى و.

دغه راز د غونډې ګډوالو له نړيوالو غوښتي دي چې له پاکستانه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو له پروسې سره هم مرسته وکړي.

د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزير شهريار خان افريدي غونډې ته ويلي، هېواد يې په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو له پروسې ملاتړ کوي.

د  افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير ويلي چې د کډوالو راستنول او ځاى پر ځاى کول د ملي يووالي حکومت له لومړيتوبونو څخه دي.

هغه له کوربه هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ساتنې په موخه د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه چې د دوى د اوسېدو نېټه دې وغځوي.

ټاکل شوې ده چې د روانې جون مياشتې په ٣٠مه نېـټه، په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني نېټه پاى ته رسېږي، خو افغان حکومت هيله من دى چې پاکستان به دا موده وغځوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال