کندوز ښار (پژاوک، ١٥ وږى ٩٨): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې له امله يې د کندوز- تخار عمومي لار هم تړل شوې ده.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
هغه وايي چې د طالبانو بريدونه د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي خو د جګړې له امله د کندوز- تخار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
ولسوال زياته کړه: ((طالبان د پرمختګ په حال کې دي، موږ مرستندوی ځواکونو ته سخته اړتيا لرو.))
په ورته وخت کې د خان اباد بازار اوسېدونکي عبدالجليل پژواک ته وويل چې طالبان د ولسوالۍ بازار ته ډېر نږدې شوي دي.
ده هم وويل، که چېرې مرستندوی ځواکونه ور ونه رسېږي، ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو له څو لورو پر خان اباد ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
هغه وايي چې طالبانو د دغو بريدونو پر مهال ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او د تخار-کندوز لويه لار يې د حکومتي ځواکونو پر مخ تړلې ده.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
د يادونې ده، پنځه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز ښار پر مرکز ډله ييز بريد وکړل چې په ترڅ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










