منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۴ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په امام صاحب ولسوالۍ کې ١٠ پوليس او ٣٠ وسله وال وژل شوي”

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : چارواکي وايي چې د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال ١٠ پوليس او ٣٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ يوې امنيتې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل چې پر دې ولسوالۍ د طالبانو له خوا له څو ورځو راهيسې ډله ييز بريدونه شوي دي.

هغه زياته کړه، په دې بريدونو کې ١٠ پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، له څو ورځو راهيسې دلته سخته جګړه روانه ده، خو تر اوسه ورسره کومه مرسته نه ده شوې.

د امام صاحب ولسوال محب الله سعيدي وايي چې د وسله والو بريدونه يې په شا تمبولي او هغوى د پوليسو له کلک مقاومت سره مخامخ شوي دي.

نوموړي وويل چې په دې نښتو کې ٣٠ طالبان وژل شوي او ٩ نور يې ټپيان دي، دغه راز پنځه سرتېري هم وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي  چې په امام صاحب ولسوالۍ کې يې مهمې پوستې نيولي او ددرېيو قوماندانانو په ګډون يې تر لسو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه