کندوز ښار (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): د کندوز د کډوالو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله شاوخوا شپږ زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې چې تر اوسه يې له درې سوه کورنيو سره مرستې شوې دي.
خو بل لور ته د بېځايه شوو کورنيو غړي وايي چې د ژوند په سختو حالاتو کې دي او حکومت تر اوسه ورسره مرستې نه دي کړې.
د دغو کسانو له ډلې شېرين د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د کندوز ښار اوسېدونکي دي، خو په کلي کې يې جګړه روانه ده.
ده زياته کړه: ((موږ د مرکز مربوط د ناصري کلي اوسېدونکي يو، خو هلته جګړه روانه ده، ټول اوسېدونکي يې نورو سيمو ته کډه شوي دي.))
دغه راز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي محمد خان پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دوى په ولسوالۍ کې پرله پسې جګړې روانې دي.
دى وايي: ((زموږ په ولسوالۍ ډېره سخته جګړه ده، زه د بازار اوسېدونکى يم، کله يې طالبان نيسي کله يې حکومت د ډېرو خلکو کورونه وران شول او ډېرو خلکو خپل کورنه پريښودل او ښار ته کډه شول.))
په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالستار پژواک ته وويل چې له امام صاحب څخه زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.
هغه وايي: ((امام صاحب کې خو ناامني له حده ډېره ده، بېخي خلک په کې نور ژوند نه شي کولاى، موږ همدمره وکړل چې ځان تر کندوز ښاره ورسوو.))
د دغه ولايت څو نورو اوسېدونکو هم د ورته څرګندونو ترڅنګ وويل چې تر اوسه حکومت له دوى سره مرستې نه دي کړي او په سختو حالاتو کې ژوند کوي.
بل لور ته د کندوز د کډوالو چارو رييس غلام سخي رسولي هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله تر اوسه شاوخوا شپږ زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي.
دى وايي، تر اوسه دوى له درې سوه کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړې او د نورو بې ځايه شوو کورنيو سروې هم روانه ده.
ده زياته کړه: ((١٤ د سروې ټيمونه مو د دوى لپاره ټاکلي دي، زموږ په ګودامونو کې غنم او نورو خوراکي توکي صفر شوي دي، معطل يو چې له بدخشان او بلخ څخه خوراکي مواد را ورسيږي، نو بيا يي پر دغو بې ځايه شويو کسانو وېشو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن