ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د کندوز- بغلان پر لویه لار له ناامنیو شکایت کوي

خلک د کندوز- بغلان پر لویه لار له ناامنیو شکایت کوي

author avatar
20 Oct 2019 - 11:54
خلک د کندوز- بغلان پر لویه لار له ناامنیو شکایت کوي
author avatar
20 Oct 2019 - 11:54

کندوز ښار (پژواک، ٢٨ تله ٩٨): د کندوز اوسېدونکي د دغه ولايت او بغلان ترمنځ د لويې لارې له ناامنيو شکايت کوي او وايي چې وسله والو طالبانو د لارې په اوږدو کې چک پاينټونه جوړ کړي دي.

په دې اړه د کندوز ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې طالبانو د کندوز- بغلان پر لويه لار چک پاينټونه جوړ کړي دي.

هغه وايي: ((د جرخشک او خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې چک پاينټونه جوړ کړي، هره ورځ ولاړ وي، د مسافرو موټر تلاشي کوي او پر چا يې چې شک شي له ځان سره يې بيايي.))

دغه راز د ولايتي شورا بل غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې د کندوز د ټولو لويو لارو په اوږدو کې طالبانو چک پاينټونه جوړ کړي دي.

ده وويل: ((حکومت ته ښه معلوم دي چې چېرته د طالبانو چک پاينټونه دي، په جرخشک او ملرغې سيمې خو همېشه ولاړ وي، عمليات دې پرې وکړي، خلک نور بېخي له دغه حالت نه په تنګ شوي دي.))

په ورته وخت کې د دغه ولايت اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل: ((وړمه ورځ زه له بغلان نه کندوز ته راتلم، په جرخشک کې طالبان ولاړ وو، موټر يې قطار درولي وو، پر څو تنو يې شک وکړ هغوى يې له موټرو ښکته کړل.))

دى وايي چې خلک په دغې لويه لار کې له نا امنيو په تنګ شوي، حکومت بايد دغه مشکل حل کړي.

دغه راز د دې لويې لارې يوه موټر چلوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل: ((ډېرى وخت د امنيتي ځواکونو د پوستې په دوه سوه مترۍ کې مخ پټي کسان ولاړ وي، نه پېژندل کېږي چې څوک دي خو موټر تلاشي کوي.))

د دغه ولايت يو شمېر  نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

په دې اړه په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند هادي جمال پژواک ته وويل چې د کندوز-بغلان لويې لارې د امنيت ټینګولو په موخه په څو سيمو کې عمليات پيل شوي دي.

ده زياته کړه: ((همدا اوس د ګېله ګي او ډنډ شهاب الدين په سيمو کې عمليات روان دي، تر اوسه څو کلي مو ترې نيولي دي.))

هادي ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به دغه لويه لار په بشپړه ډول د وسله والو مخالفينو له وجوده پاکه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.