کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): په کابل کې په لومړي وار د عصري غلامي، جبري مزدوري او انساني قاچاق د مخنيوي په اړه غونډه وشوه چې په کې په دې اړه د خلکو پر پوهاوي او له منځه وړلو ټینګار وشو.
دغه غونډه نن (دوشنبه) په کابل کې د بیات بنسټ له خوا جوړه شوې وه، چې د اسټرالیا سفیر په ګډون په کې ځینو لوړپوړو حکومتي مسوولینو، کابل کې د امریکايي پوهنتون استادانو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی وو.
د بیات بنسټ مشر احسان الله بیات وويل، له شمالي کوریا وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې د انساني قاچاق موضوع په کې مطرح ده، له همدې امله یې دغه کنفرانس رابللی ترڅو د عصري غلامۍ او انساني قاچاق له منځه وړلو په اړه حل لارې وسنجوي.
ده زياته کړه، په دې برخه کې پر دولتي مسوولینو سربېره خصوصي سکټور باید ډېر کاري فرصتونه رامنځ ته کړي ترڅو افغانان کار وکړي او کډوالۍ ته اړ نه شي.
بیات وايي: "هغه څوک چې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله کډوال کېږي، هغوی ته باید ور وښیو چې دوی د کډوالۍ پر مهال له کومو ستونزو سره مخامخ کېږي."
د ده په خبره، اسټرالیا او اندونیزیا د بالي پروسې بنسټ اېښودونکي دي، دوی څو کنفرانسونه په دې اړه جوړ کړي، چې د ټولې نړۍ تجارانو په کې ګډون کړی ترڅو معلومه کړې چې څنګه په ځانګړې ډول د کوچنیانو او مېرمنو د قاچاق کېدو مخنیوی کېږي.
بالي پروسه (The Bali Process) پر پالیسیو خبرې اترې، معلوماتو شریکولو او د عملي همکارۍ لپاره یو فورم دی ترڅو په نړۍ کې د عصري غلامۍ، جبري مزدورۍ او انساني قاچاق د ننګونو پر حل لارو بحث او همکاري وکړي.
يو څوک په زور کار کولو ته اړ باسل، کم عمره نجونې مشرانو نارينه وو ته ودول او په ژوند کې د خلکو د ازادۍ سلبول عصري غلامۍ کې شامل دي. په ټوله کې ٤٠،٣ ميليونه وګړي په عصرۍ غلامۍ اخته دي.
بيات زیاته کړه، عصري غلامي په ټوله نړۍ کې دود ده، خو اوس نړۍ په دې اړه د ملګرو ملتونو په کچه دغه بحث راپورته کړی او پرې کار کوي.
په دې غونډه کې د اسټرالیا سفیر ګیوف توت نننى کنفرانس د افغانستان لپاره دغه اقدام مهم وباله او ويې ويل، په دې برخه کې په ګډه مرسته کوي، د دولت او خصوصي سکتور وظیفه ده چې د عصري غلامۍ، جبري مزدوري او انساني قاچاق د مخنيوي په اړه لاس په کار شي.
نوموړي، بالي پروسې ته په اشارې وویل، دغه پروسه په نړۍ کې د عصري غلامۍ د له منځه وړلو او په دې اړه د افراطیت ختمولو لپاره بحثونه کوي ترڅو عام خلک پر دې موضوع وپوهیږي.
د اندونیزیا او اسټرالیا په مشرۍ د بالي پروسه 49 غړي لري، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR)، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)، د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد ادارې (UNODC) او د کار نړیوال سازمان (ILO) په ګډون ځینې هېوادونه او نړیوالې ادارې هم په کې شاملې دي.
په نننۍ غونډه کې په دوو ګرديو مېزونو کې د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي، د خصوصي سکټور ځینو استازو او د کاردان پوهنتون بهرنیو استادانو د عصري غلامۍ او جبري مزدوري د پېژندلو، په افغانستان کې یې په تاثیراتو او له منځه وړلو لپاره یې پر زده کړو، کاري فرصتونو او افتخاري ټولنیزو بنسټونو پر کار کولو بحث وکړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










