منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندوز کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت ته څېرمه نشه يي توکي پلورل کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کندوز (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): د کندوز د ولايتي شورا ځيني غړي او اوسېدونکي ادعا کوي چې د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت ته څېرمه نشه يي توکي پلورل کېږي او پوليس یې د مخنيوي پر ځاى له یادو کسانو پيسې ترلاسه کوي.

خو بل لور ته د کندوز د پوليسو چارواکي دغه څرګندونې ردوي او وايي چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې دوى جدي مبارزه کوي.

په دې اړه د کندوز ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولين او د امنيتي حوزو چارواکي د نشه يي توکو له کاروباريانو پيسې ترلاسه کوي.

هغه په دې اړه کوم سند وړاندې نه کړ خو زياته يې کړه: ((د کندوز ډېرى ځوانان له تابليت کا او نورو نشه يي توکو استفاده کوي، دا هر څه د حوض په کوڅه کې پيدا کېږي او دغه کوڅه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت په دوه سوه مترۍ کې ده.))

دغه راز د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي هم پژواک ته وويل چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې نشه يي توکي په ازاده توګه پلورل کېږي.

هغه وويل: ((د نشه يي توکو د همدغه ازاده خرڅېدو له امله په کندوز کې هره ورځ د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي، موږ له پوليسو غوښتنه کوو چې د نشه يي توکو د کاروبار مخه ونيسي.))

په ورته وخت کې د کندوز ښار يوه اوسېدونکي همايون پژواک ته وويل چې د حوض په کوڅه کې نشه يي توکي په ازاد ډول پلورل کېږي.

هغه وايي: ((هر څه چې دې په کار وي، هلته شته دي، تابليت کا، شراب، چرس هر څه په کې پيدا کېږي خو څوک يې مخه نه نيسي.))

ده وويل چې څو ورځې وړاندې ملګرو يې له همدې کوڅې څو بوتله شراب پېرلي وو.

يادو کسانو تور پورې کړ چې پوليس د نشه يي توکو د کاروبار د مخنيوي پر ځاى له دغو کسانو پيسې ترلاسه کوي نو ځکه يې په ازاده توکه پلوري.

همدارنګه مدني فعال عنايت الله خليق پژواک ته وويل چې په ښار کې په ازده توګه د نشه يي توکو د پلورل کېدو له امله ورځ تر بلې د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي.

هغه وايي: ((ښار او ټولې کوڅې له روږدو کسانو ډک دي، دا ټول د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو غفلت دى.))

په ورته وخت کې د کندوز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير عبدالبصير پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې کومه سروې نه ده شوې خو د تېر کال د شمېرو له مخې، په دغه ولايت کې ٣٠ زره تنه پر نشه يي توکو روږدي دي.

خو ده اندېښنه وښوده چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دى.

بل لور ته د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې پوليس د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او کاروبار پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

هغه وايي: ((د روان کال په اوږدو کې موږ لس د نشه يي توکو لوى قاچاقبران نيولي، اوس هم زموږ پوليس کوښښ کوي چې د نشه يي توکو د خرڅلاو مخه ونيسي او زه په بشپړه توګه ردوم چې پوليس دې د نشه يي توکو له کاروباريانو پيسې واخلي.))

خو ده وويل که هر څوک په دې اړه اسناد لري، له امنيې قوماندانۍ سره دې شريک کړي، څو يې په اړه اقدام وکړي.

د يادونې ده، کندوز د افغانستان د هغو ولايتونو په ډله کې دى چې د نشه يي توکو کښت په کې صفر دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه