کندوز ښار (پژواک، ١٣ لېندۍ ٩٨): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد په ترڅ کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
په دشت ارچي ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې د لېندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
دغه راز د سيمې اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل: ((تېره شپه طالبانو پر څو پوستو بريدونه وکړل، ويل کېږي چې ١٢ کسان په کې مړه شوي دي.))
همدارنګه د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه په دشت ارچي کې پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د قوماندان احمدشاه او قوماندان قدوس په ګډون ١٧ پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، تېره شپه په بغلان کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
په پلخمري کې يوي دولتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د پلخمري اړوند د ډنډغوري سيمې د غرو شاخ د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې طالبانو دوه هاموې ټانکونه سوځولي او دوه نور يې له ځان سره وړي دي.
په ورته وخت کې په بغلان کې د ٢١٧ پامير قول اردو د درېيمې لوا سرپرست ډګرمن محمد نبي پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ده وويل چې د طالبانو بېګنى بريد د ملي اردو ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوى دى.
بل لور ته بيا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ياده جګړه کې اته حکومتي سرتېري وژل شوي، پنځه ټپيان شوي او درې ټانګونه يې طالبانو سوځولي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د طالبانو د بريدونو له امله يو ځل بيا د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










