کندوز (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٨): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې اووه امنيتي سرتېري او لس طالبان وژل شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان پاسوال عبدالرشيد بشير د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خان اباد و لسوالۍ په ګودام سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې اووه امنيتي سرتېري او لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
قوماندان زياتوي چې دا مهال جګړه نشته او سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د خان اباد ولسوالۍ په ګودام سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د درېيو قوماندانانو حسيب الله، ضياالحق او نثاراحمد په ګډون ١٦ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.
مجاهد زياتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د حکومتي ځواکونو يو شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د کندوز په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن