Language

کندوز کې د طالبانو له خوا نیول شوی خبریال خوشی شوی

کندوز ښار (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوى خبريال بېرته خوشی شوى دى.

وسله والو طالبانو پرون د کندوز په ابدان دښته کې د کيهان راډيو مدير مسوول نور رحيم عاطف او يو بل ملګرى يې نيولي وو.

خو د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې عاطف بېرته را خوشې شوى دى.

هغه زياته کړه: ((کله چې طالبان پوه شوه چې دغه کس ملکى وګړى دى نو را خوشې کړى يې دى.))

د نوموړي په وينا، نن له غرمې وروسته نور رحيم عاطف بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوى دى.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics