کابل (پژواک، ۳۰ وری ۹۹) : په افغانستان کې د پاکستانیو سوداګرو لسګونه موټر او سلګونه مسافر چې دلته بند پاتې وو، په تورخم واړول شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي ښاروال راحت ګل زیارمل د وري په ۳۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې د تورخم لاره یو طرفه یواځې د پاکستانیو مسافرو او موټرو پر مخ چې دلته بند پاتې وو، خلاصه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دا لاره پرون خلاصه شوې او ټاکل شوې ده، چې نن د ورځې تر پایه پورې ۵۰۰ مسافرین او شاوخوا ۱۰۰ سوداګریزې موټر پر تورخم واوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان څو ورځې مخکې د څلورو ورځو لپاره دتورخم لاره د افغان مسافرینو پر مخ پرانستې وه، چې په دې موده کې شاوخوا ۴۰ زره افغان مسافر له پښتونخوا څخه هیواد ته ستانه شول.
دغه رازد پاکستان حکومت اعلان کړی چې په اونۍ کې درې ورځې د تورخم او سپین بولدک لارې د ټرانزیټ او سوداګریزو موټرو پر مخ هم خلاصه وي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان د کورنا ویروس د مخنیوي په موخه له تیرې یوې میاشتې راهیسې خپلې ټولې لارې له افغانستان سره تړلې دي.
login or register a new account.