فراه (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹): د فراه امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ ۱۲ وسله وال طالبان او درې د ولسي پاڅون سرتېري وژل شوي او ۱۳ طالبان ټپیان شوي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبان له څو ورځو را په دېخوا د پرچمن ولسوالۍ مربوطاتو کې پر امنیې قوماندانۍ او ځینو امنیتي پوستو بریدونه کوي.
د هغه په خبره چې په دې نښتو کې تر اوسه ۱۲ وسله وال مخالفین او درې ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او ۱۱ طالبان ټپیان شوي دي.
د پرچمن ولسوالۍ یو اوسېدونکی فرید احمد د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته یادې نښتې تاییدوي او وایي چې د وسله والو طالبانو څو مړي هم د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
خو هغه زیاتوي چې د دولت وسله وال مخالفین د پرمختګ په حال کې دي او په پرچمن کې مېشت امنیتي ځواکونه د نورو امنیتي ځواکونو ملاتړ ته اړ دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پرچمن د فراه له مرکزه په ۳۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او امنیتي سرتېرو ته اکمالات د هوا له لارې کېږي، ځکه ځمکنۍ لارې د طالبانو په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن