منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سولې وزارت به ټولو ولایتونو کې دفترونه پرانیزي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹) : د سولې په چارو کې د دولت وزير وايي، د سولې د فعاليتونو د زياتولو لپاره په ولايتونو کې دفترونه پرانیستل کېږی.

له دغه وزارت څخه د غويي په ۱۶ مه پژواک خبري اژانس ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې په چارو کې د دولت وزير او د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالسلام رحیمي نن د ولايتي شوراګانو له رييسانو سره د په یوې ويډيويي غوندې کې وویل چې په ولايتونو کې د یاد وزارت دفترونو پرانیزي.

 دی وايي:"د سولې په چارو کې د ښې استازولی لپاره په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو په همغږۍ د سولې فعاليت پیلوو."

د یادې خبرپاڼې له مخې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولي په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو لپاره اقدامات په پام کې لري ترڅو د سولې پروسه د ټول شمولتیا لامل شي.

د سرچینې په وینا په نننۍ غونډه کې د ولايتي شوراګانو ريیسانو د سولې په اړه خپل ځینې نظرونه شريک کړل، د سولې د چارو وزیر ژمنه وکړه چې د سولې په برخه کې به د ولایتي شورا له غړو سره مشوره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست