ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بهر کې بند پاتې شوي ۱۶ زره افغانان ځانګړو الوتکو کې هېواد ته رالېږدول شوي

په بهر کې بند پاتې شوي ۱۶ زره افغانان ځانګړو الوتکو کې هېواد ته رالېږدول شوي

author avatar
22 May 2020 - 15:42
په بهر کې بند پاتې شوي ۱۶ زره افغانان ځانګړو الوتکو کې هېواد ته رالېږدول شوي
author avatar
22 May 2020 - 15:42

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې د کرونا له امله د الوتنو د ځنډېدو له کبله په ځانګړو الوتنو کې تر اوسه په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې ۱۶ زره افغانان هېواد ته را لېږدول شوي دي.

په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدو له امله د احتیاطي تدابیرو او د کرونا د مخنیوي په موخه د افغانستان په ګډون ټولو هېوادونو خپلې الوتنې ودرولې ، چې له امله یې یو شمېر افغانان چې بهرنیو هېوادونو ته د سوداګرۍ، درملنې، زده کړو او یا مزدورۍ لپاره تللي وو، هلته بند پاتې وو.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې له خوا د غبرګولي په ۲مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په بهر کې بند پاتې شوي ۱۶ زره افغانان هېواد ته را لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دا افغانان د کام ایر او اریانا هوایي شرکت په ۱۰۰ الوتنو کې د ټولو وقایویي اقداماتو په نظر کې نیولو سره را لېږدل شوي دي.

د هوایي چلند ملکي اداره وایي چې دوی له اړوندو هېوادونو څخه ددغو الوتنو جواز ترلاسه کړی و او دا لړۍ اوس هم ادامه لري.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د قرنطین ورځو له پیل راهیسې له بهرنیو هېوادونو څخه کابل ته د کارګو ۲۶ الوتنې ترسره شوې دي.

که څه هم یادې ادارې د هېوادونو نومونه نه دي اخیستی، خو ډېری مسافر، له هندوستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان څخه را لېږدول شوي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.