ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت : په فراه کې د هوایي برید له امله ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

حکومت : په فراه کې د هوایي برید له امله ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
5 Jun 2020 - 12:13
حکومت : په فراه کې د هوایي برید له امله ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
5 Jun 2020 - 12:13

فراه (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹) : د فراه ولایت امنیه قومانداني وایي چې د وسله والو طالبانو دیوه برید د مخنیوي په موخه هوایي برید شوی چې په ترڅ کې یې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند مُحب الله مُحب د غبرګولي په ۱۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې تېره شپه یوه بجه وسله والو طالبانو غوښتل چې د فراه ښار په څنډه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي. خو هغه زیاته کړه چې د امنیتي ارګانونو د قوي استخباراتي معلوماتو په اساس, پر بریدګرو هوایي برید وشو چې په ترڅ کې یې ۱۶ ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپیان شوي دي. د مُحب په وینا، په وژل شویو کسانو کې د ملا زرقاوي په نامه د هغوی یو تن سیمه ییز قوماندان هم شامل دی. د سیمې یو تن اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله هم یاده مرګ ژوبله تایید کړه او ویې ویل چې جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.