ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: په افغانستان کې د بند پاتې افغان کډوالو را ستنېدو لپاره طرحه جوړوو

پاکستان: په افغانستان کې د بند پاتې افغان کډوالو را ستنېدو لپاره طرحه جوړوو

author avatar
11 Jul 2020 - 15:00
پاکستان: په افغانستان کې د بند پاتې افغان کډوالو را ستنېدو لپاره طرحه جوړوو
author avatar
11 Jul 2020 - 15:00

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۹): د پاکستان حکومت وایي چې هغو افغان کډوالو د تګ راتګ لپاره یې پر یوې طرحې کار کوي چې په افغانستان کې د قرنطین له امله بند پاتې دي.

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د افغانستان له کونسلګرۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کونسل جنرال نجیب الله احمدزي پرون د پښتونخوا ایالت له مشر وزیر محمود خان سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سوداګریزو ستونزو، سوداګریزو لارو او هغه افغانان چې کورونه یې په پاکستان کې دي او اوس په افغانستان کې بند پاتي دي، دهغویدتګ راتګ په اړه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې احمدزي دغه راز په خیبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوالو ته  د اسانتیاوو په رامنځتهکولو هم خبرې وکړې او دسوداګرۍ په برخه کې یې د لازیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

د خیبر پښتونخوا مشر وزیر محمودخان له خوا افغان کونسل جنرال نجیب الله احمدزي ته ډاډ ورکړل شو چې پاکستان غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

نوموړی دغه راز د افغان ګډوالو په تړاو وویل چی په پاکستان کې مېشت افغان کډوال یې وروڼه دي او هېڅکله به ددوی او پاکستانيوګړو ترمنځ توپیري چلند ونه شي.

محمودخان زیاته کړه، هغه افغانان چې کورونه یې په پاکستان کې دي او په افغانستان کې بند پاتې دي، دهغوی د راتګ لپاره به په یوه طرحه کار وکړي او ډېر ژر به یې خپلو کورونو ته ور ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د  معلوماتو له مخې، په پاکستان کې دا مهال يو ميليون اوڅلورسوه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا کې مېشت  دي.

خو د معلوماتو له مخې، په ټول پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې نیمایي راجستر شوي نه دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.