تالقان (پژاوک، ١٤ زمرى ٩٩): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د خلکو او طالبانو ترمنځ جګړه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
د خواجه غار ولسوال محمد عمر د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار خلکو د دارالعلوم په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر زندان بريد کړى دى.
هغه وايي: ((دوه اوونۍ وړاندې درې وسله وال طالبان په همدغه سيمه کې يوه کور ته ورغلي، هلته يې پر دوو خويندو د جنسي تېري هڅې کړې، خو يوه نجلۍ ترې تښتېدلې خو پر دويمې يې د هغه د پلار په مخ کې ډله ييز جنسي تېرى کړى دى.))
د محمد عمر په وينا، له دغو نجونو څخه يوه يې ١٤ او بله يې ١٦ کلنه ده چې بيا جنسى تېرى پر وړې شوى دى.
ولسوال وايي چې د يادې پېښې عاملين بيا د طالبانو له لوري نيول شوي او په زندان کې ساتل کېږي.
ده زياته کړه: ((په کومه سيمه چې دغه پېښه شوې د طالبانو په کنټرول کې ده، خلکو نن غوښتل چې ورشي او دغه کسان له زندانه را وباسې او په خپله سزا ورکړي، خو د طالبانو او ملکي وګړو ترمنځ نښته شوې ده.))
د ولسوال د معلوماتو له مخې، د يادې جګړې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
خو په دې ولسوالۍ کې يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د پېښې په سيمه کې د خلکو شمېر مخ پر ډېرېدو دى.
هغه وايي چې په ياده پېښه کې تر اوسه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
خو بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د يادې پېښې عاملين طالبان نه دي.
د مجاهد په وينا، طالبانو دغه کسان نيولي چې تر څېړنو وروسته به محاکمې ته وسپارل شي.
هغه وايي چې دغه پېښه د شخصي تربګنيو له امله رامنځته شوې ده.
د يادونې ده چې په ياده سيمه کې د مخابراتي شبکو د نه فعاليت له امله له زيانمنې شوې کورنۍ سره اړيکه ټينګه نه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په تخار او يو شمېر نورو ولايتونو کې د وسله والو کسانو له لوري پر کوچنيو نجونو جنسي تېري شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










