ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو  څلورو میاشتو کې زرګونه افغانان له ایرانه په زور را ايستل شوي

په تېرو څلورو میاشتو کې زرګونه افغانان له ایرانه په زور را ايستل شوي

author avatar
24 Aug 2020 - 15:55
په تېرو  څلورو میاشتو کې زرګونه افغانان له ایرانه په زور را ايستل شوي
author avatar
24 Aug 2020 - 15:55

هرات ښار (پژواک، ۳ وږى ۹۹): د هرات حکومتي مسوولین وایي چې په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۲۲زره ډېر افغان کډوال په اجباري ډول د ایران له خوا د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د هرات سیمه ییز مسوولین د ایران له خوا د افغانانو په زور ایستلو اندېښمن کړي دي.

د ګدوالو بېرته راستنېدو چارو ریاست مسوولین وایي، اوس مهال هره ورځ ۵۰۰ افغانان د ایران له خوا په زور د هرات د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستنېږي.

د هرات د کډوالو بېرته او راستنېدونکو چارو ریاست وویل چې په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۲۲زره ډېر هېوادوال چې ماشومان، مېرمنې او د ډېر عمر کسان په کې شامل دي، د هرات د اسلام کلا بندر له لارې په اجباري ډول ايستل شوي دي.

بلخوا یو شمېر هغه هېوادوال چې د ایران له خوا تازه د اسلام کلا بندر له لارې ایستل شوي، د ایران د مامورینو چلند کلک اندېښمن کړي دي.

۵۷ کلن غلام حبیب په ایران کې له ۷ میاشتو کار کولو وروسته، اوس تازه را ایستل شوی دی.

دغه پوخ عمری کس د ایران د مامورینو پر ناسم چلند نیوکه کوي او وایي: «د جبر له لاسه ایران ته ولاړم، څه شی مې نه لرل، پیسې یې رانه هلته واخیستې او رایې نه کړې، زه د جبر له لاسه تللی وم، نه د مستۍ، پنځه تر شپږو میاشتو هلته وم او کار مې وکړ، ویل مې د ما پیسې راکړئ، ویل یې ځه ورک شه.»

په همدې حال کې په هرات کې مدني فعال جاوېد حمید پر دې باور دی چې هرکله چې ایران وغواړي افغانستان تر خپل فشار لاندې راولي، له افغان کډوالو د د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.

هغه زیاته کړه: «هرکله چې ایرانیان وغواړي د افغانستان حکومت تر سیاسي فشار لاندې راولي، له ګډوالو د یوه ابزار په ډول ګټه اخلي او زه فکر کوم اوس مهال چې د سولې بحث دی د ایران حکومت بیا د ځینو امتیازونو په لټه کې دی او غواړي د افغانستان حکومت تر فشار لاندې راولي څو خپلو غوښتنو ته ورسېږي.»

په دې اړه په هرات کې د ایران قونسلګري وایي هر افغان چې بې له پاسپورټه ایران ته ولاړ شي، اخراج به شي.

د ایران له خوا د افغان ګډوالو ايستل په داسې حال کې دي چې تېره اوونۍ د کډوالو نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې له ۴۴۷زره ډېر افغان کډوال له ایرانه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه شمېر کډوال د جنورۍ له لومړۍ د اګسټ تر ۱۵مې نېټې له ایرانه راغلي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د راتګ چارې د تېر کال پر پرتله ۷۱ سلنه ډېرې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.