منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د پیازو ۹۷ زېرمتونونه جوړ شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۷ کتنې

کابل(پژواک، ۳ وږی ۹۹): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، کابل کې یې د ۴۷،۷ ميليون افغانيو په لګښت د پیازو ۹۷ زېرمتونونه جوړ کړي او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه زیرمتونونه په شاوخوا دوو میاشتو کې د کابل په چهاراسیاب، موسهي، خاکجبار، بګرامیو او ده سبز ولسوالیو کې جوړ شوي دي.  

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پیازو د دغو زېرمتونونو هر یو د ۱۲ مټریک ټنه پیازو د ساتنې وړتیا لري. 

محمدداوود چې سږکال یې په فتوح کلا کې پر یونیم جریب ځمکه پیاز کرل، وایي: «مخکې مې د خپلو پیازو له محصولاتو دومره هېله نه وه، ځکه چې په ټیټه بیه پلورل کېدل او یا خوسا کېدل، خو اوس چې د پیازو زېرمتون راته جوړ شوی، هیله لرم چې له خپل محصول څخه ډېره ګټه تر لاسه کړم.»

د ياد وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري نن د کابل د «فتوح کلا» په سیمه کې د یادو زیرمتونونو د پرانيستو په مراسمو کې وویل چې په دوو راتلونکو میاشتو کې به د څه باندې ۱۲ زره پروژو چې په کې د پیازو او کچالو زېرمتونه، ممیزخونې او سړې خونې جوړول شامل دي، بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال