کابل (پژواک، ٨ تله ٩٩) : د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) یوه کارکوونکي د 5G انټرنیټ کارونې لپاره د موبایل تر ټولو کوچنۍ او حساسه (8x9 MM) اله جوړه کړې ده.
د اترا ادارې وياند سعيد شينواري د تلې په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا اله تر۵۰۰ متره شاوخوا ساحه کې حساس فعالیت کوي چې همدا یې معیاري ساحه هم ده او هغو موبایلونو کې په اسانۍ نصبېدلی شي چې د انټرنیټ 5G سېټ اپ ونه لري.
ددغې الې يا (ډيوايس) جوړونکي حسین احمد احمدي ويلي، دا ډیوایس یې لومړی په سافټ ویر کې ډیزاین کړ او بیا یې په جوړولو کې له تر ټولو ارزانه (FR 4) موادو څخه استفاده وکړه چې کیفیت یې خورا لوړ دی.
هغه وايي، دغه اله يې لومړی ځل د ایچ، ایف، ایس، ایس سافټ ویر باندې ازمویلې، بیا د هند د پونې ښار په نړیوال سیمبوایسس پوهنتون او د دفاعي څېړنو او پرمختیا ادارې (ډي آر، ډي او) د څېړونکو له خوا ارزول شوې چې د هند په ملي سيتلۍ کې یې درېیم مقام او د پروټیک جایزه هم ترلاسه کړې ده.
نوموړي تازه د دغه ډیوایس په اړه د اترا ادارې رهبرۍ عمر منصور انصاري او تخنیکي ټیم ته هم پریزینټېشن وړاندې کړ چې د اترا ادارې د تخنیکي ټیم تایید یې ترلاسه او د رهبرۍ له خوا یې هڅې وستایل شوې.
احمدي د افغانستان او اترا ادارې هغه ځوان کادر دی چې د هند د پونې ښار سیمبوایسس نړیوال پوهنتون نه یې په مخابراتي انجنيرۍ کې لیسانس کړی او له دغه پوهنتون څخه عمومي اول نومره فارغ شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن