مزارشريف (پژواک، ١٦ تله ۹۹): د بلخ ځينو ديني عالمانو او لسګونو مدني فعالانو د يوه مدني حرکت پر مهال د جګړې تابوت خاورو ته وسپاره.
دوی چې د تلې په ۱۷مه په مزارشريف کې حضرت علي ته منسوبې روضه کې راټول شوي وو، همدا راز يې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د قرانکريم ختم او خيرات هم وکړ.
د پروګرام ګډونوالو له افغان مذاکراتي پلاوو د سولې خبرو د چټکېدو غوښتنه وکړه.
ديني عالم شېراحمد انصاري پژواک ته وويل چې د نن ورځې پروګرام کې په هيواد کې د سولې او ټيکاو راتلو لپاره د دعا په خاطر جوړ کړی دی.
هغه زياته کړه چې د پروګرام په لومړۍ برخه کې د قران کريم ختم او ورپسې د ويناوو برخه وه چې ټولو ګډونوالو د جګړې د پای ته رسېدو او اوربند ټينګېدو غوښتنه کوله.
دى وايي چې د پروګرام په پای کې د جګړې تابوت هم په دې نيت خاورو ته وسپارل شو چې په هېواد کې روانه غميزه پای ته ورسېږي.
دغه ديني عالم زياتوي چې په افغانستان کې د روان جنګ ټول قربانيان افغانان دي او اړتيا ده چې د پای ته رسېدو لپاره يې هڅې وشي.
نوموړي له حکومت او طالبانو وغوښتل چې تاوتريخوالی کم کړي او د سولې برخه کې په لاس راغلی فرصت ضايع نه کړي.
په ورته مهال بيا د ښځو د حقونو يوه فعاله پلوشه اڅکزۍ وايي چې د سولې راتلو ترڅنګ بايد د تېرو دوو لسيزو مهمې لاسته راوړنې هم خوندي شي.
هغې پژواک ته وويل چې بشري حقونه، د ښځو ازادي، د بيان او رسنيو ازادي او د زده کړو حقوق هغه څه دي چې افغانانو د ډېرو قربانيو په ورکولو سره لاسته راوړي او په خبره يې چې نبايد بيا قرباني شي.
دغه مېرمن زياتوي چې د سولې خبرو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې دواړه لوري لومړی پر اوربند توافق وکړي او وروسته نور مذاکرات جاري وساتي.
د هغې به خبره د هرې ورځې په تېرېدو سره د لسګونو افغانانو وينه بې ځايه توېېږي.
مدني فعاله ساجده عمري بيا وايي چې خلک بايد د مدني او اعتراضي حرکتونو له لارې د جنګ په ښکېلو اړخونو فشار راوړي چې سوله وکړي.
هغې زياته کړه چې نن د بلخ مدني فعالانو په همدې خاطر د جګړې تابوت خاور ته وسپاره.
مېرمن عمري وايي: ((د جنګ د تابوت دفن کول، د دې ښکارندويي کوي چې افغانان نور له جنګ څخه ستړي شوي، دا پيغام بايد سياسيون او ټول جهانيان واوري چې نور زموږ خلک د جنګ او نا امنيو زغم نلري.))
دغه مدني فعاله له طالبانو غواړي چې په خبرو کې نرمښت وښيي او د افغانستان شته واقعيتونه ومني.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









