منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملي امنيت: پر امرالله صالح د ځانمرګي بريد ١٠ عاملين ونيول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ تله  ٩٩): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې د ولسمشر پر لومړي مرستيال امرالله صالح د شوي ځانمرګي بريد  ١٠ عاملين ونيول شول.

پر امرالله صالح دغه ځانمرګى بريد يوه مياشت مخکې د وږي په ١٩مه نېټه د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د تايمني په څلورلاره کې وشو.

هغه مهال امنيتي مسوولينو ويلي وو چې په دغه ځانمرګي بريد کې ١٠ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان شوي دي.

د ملي امنيت لوى رياست له خوا دتلې په ١٩مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددوى ځانګړو ځواکونو د ياد بريد ١٠ عاملان نيولي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې تړاو ترسره شوو ځانګړو عملياتو کې د حقاني شبکې او داعش ډلې يوه ګډه هسته نيول شوې چې پر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو يې هم د بريدونو پلان درلود.

يادو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه