فېروزکوه (پژواک، ٢١ تله ۹۹): د غور د ګډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وایي، تر زرو ډېر هغه کسان چې په قاچاقي ډول له هېواده بهر تللي وو، په تېرو ۷ میاشتو کې بېرته دغه لایت ته ور ستانه شوي دي.
یو شمېر افغانان چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د کار پیدا کولو لپاره ایران، پاکستان، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته ځي، د لارې په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، ځیني په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او یو شمېر نو هغه یې بېرته رد مرز کېږي.
د غور د ګډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالرووف غفوري پژواک خبري اژانس ته وویل، د هغو معلوماتو له مخې چې له دې ادارې سره ثبت شوي، د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې تر زرو ډېر افغانان چې د کار لپاره د غور د سرحد له لارې ایران، پاکستان او ترکیې ته تللي وو؛ د ستونزو له امله یا رد مرز شوي او یا هم بېرته راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې قاچاق وړونکي ځوانان او ماشومان له هېواده بهر د ښه او هوسا ژوند کولو په موخه غولوي او یرغمل کوي یې څو وکولای شي ډېرې پیسې ترلاسه کړي.
نوموړي دغه وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې د کډوالو له نړیوال سازمان (IOM) سره په مرسته یې د دغه شمېر راستنو شوو کسانو لپاره خوراکي او غیرخوراکي توکي او دغه راز نغدې پیسې مرسته کړې ده.
بلخوا د غور د والي ویاند عارف عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له مودو راهیسې ځوانانو د مختلفو لاملونو له امله ځانونو انساني قاچاق وړونکو ته سپاري او د بهرنیو هېوادونو په موخه یې خپل هېواد ته شا کړې ده او له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دولت له مرسته کوونکو بنسټونو سره په همغږۍ هر وخت هڅه کړې ده چې د هغو کسانو لپاره چې در مرز یا بېرته راستنیږي، د کار زمینه برابره کړي او له هغوی سره هم د خواراکي او غیری خوارکي توکو او دغه راز د نغدو پیسو مرسته وکړي.
نوموړي له جزئیاتو پرته وویل چې د غور سیمه ییزه اداره د کار موندنې په برخه کې له مرسته کوونکو موسسو سره په همکارۍ د دغو ډول کسانو لپاره چې رد مز کیږي؛ کار کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن