Language

حکومت : طالبانو تیره یوه میاشت کې ۵۵۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې وسله والو طالبانو د تیرې میاشتې په اوږدو کې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د تلې په ۲۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تیره یوه میاشت کې د  وسله  والو طالبانو په بریدونو کې ۱۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله به د طالبانو لخوا یرغلیزو بریدونو، ماین چاودنو، ځانمرګو او موټر بم بریدونو کې اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ډیره مرګ ژوبله په هلمند، بدخشان، بغلان ، ننګرهار، غور او ځینو نورو ولایتو کې اوښتې ده.

طارق ارین زیاته کړې چې په دې موده کې ۸۴۰ تنه وسله  وال طالبان هم وژل شوي او تر ۳۸۰ زیات یې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي

login or register a new account.

Related Topics