ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​کندوز کې چاودنې ٢٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

​کندوز کې چاودنې ٢٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
4 Nov 2020 - 11:54
​کندوز کې چاودنې ٢٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
4 Nov 2020 - 11:54

کندوز ښار (پژواک، ١٤ لړم ٩٩): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او ٢١ نور ټپيان شوي دي.

کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوالۍ په اندرابي کلي کې د امنيتي ځواکونو يو بېز نيولى و.

د هغه په وينا، نن سهار طالبانو او ملکي خلکو غوښتل چې دغه بېز له منځه يوسي چې چاودنه پرې شوې ده.

دى وايي چې په دې چاودنه کې ١٥ ملکي وګړي ټپيان شوي او يو شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې د خان اباد ولسوال حيات الله اميري هم د يادې پېښې په تاييد سره پژواک ته وويل چې مرګ ژوبله لري خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

خو بل لور ته د خان اباد ولسوالۍ د روغتون امر ډاکټر رسول خان تلاش پژواک ته وويل چې له يادې پېښې يو مړى او ٢١ ټپيان تر اوسه روغتون ته انتقال شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.