ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امام صاحب ولسوالۍ کې ١٣ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

امام صاحب ولسوالۍ کې ١٣ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Nov 2020 - 12:01
امام صاحب ولسوالۍ کې ١٣ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Nov 2020 - 12:01

کندوز ښار (پژواک، ١٨ لړم ٩٩): په کندوز کې دولتي سرچينې وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې پنځه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

د کندوز د ولايتي شورا غړي خالدين حکيمي د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په پل خشتي سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د سرحدي او ملي امنيت ځواکونو پنځه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

خو د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ولسوال زياتوي چې په ياده جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه يې کره شمېره معلومه نه ده.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په استامين سيمه کې د حکومت پر عملياتي ځواکونو بريد کړى دى.

مجاهد زياتوي چې په دغه جګړه کې شپږ حکومتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان شوي خو طالبانو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.

د هغه په وينا، په دغه جګړه کې د حکومت يو ټانګ له منځه تللى او يو شمېر وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې ده چې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې اړوند خبرو له پيل وروسته په افغانستان کې جګړو سخت زور اخيستى چې له امله يې هره ورځ ملکي وګړي هم وژل کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.