مزارشريف ( پژواک، ۲۰لړم ۹۹) : د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي او ځايي مسوولين وايي چې دغه ولايت کې د برېښنايي تذکرو د تر لاسه کېدو تقاضا لوړې کچې ته رسېدلې؛ خو په مقابل کې يې د وېش امکانات محدود او کم دي.
دمګړۍ مزارشريف کې د الکټرونيکي تذکرو د وېش يو مرکز فعال دی؛ چې په ورځ کې د ۳۰۰ کسانو د بايومټريک کولو ظرفيت لري؛ خو دغلته بيا د تذکرې د تر لاسه کېدو کچه په ورځ کې له زرو تنو متقاضيانو هم اوړي.
د بلخ ولايتي شورا او خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په مزارشريف کې د برقي تذکرو د وېش مرکزونه زيات کړي.
د بلخ د احصاييې او معلوماتو رياست مسوولين وايي، چې راتلونکو دوه اوونيوکې به مزارشريف کې د برېښنايي تذکرو د وېش دويم مرکز هم فعال شي.
شاوخوا يو کال کېږي، چې په مزارشريف کې د الکټرونيکي تذکرو د وېش يو مرکز فعال شوی دی.
که څه هم په لومړيو کې دغه مرکز د متقاضيانو غوښتنو ته ځواب ويلی شوای؛ خو دمګړۍ د برېښنايي پېژندپاڼو د متقاضيانو شمېر د ورځني بايومټريک په پرتله درې چنده زيات يادېږي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه نيمه مياشت کېږي د برقي تذکرې د اخيستو لپاره يې فورمونه ډک کړي؛ خو د تذکرې د وېش مرکز يې نه ترې اخلي.
هغه زياته کړه، چې د ده په څېر سلګونه کسان شته، چې غواړي برېښنايي تذکره واخلي؛ خو مسوولين وايي، چې نوبت ته دې صبر وکړي.
نوموړی زياتوي: (( موږ د کورنۍ شپږو غړو فاميلي فورمه ډکه کړې، يوه نيمه مياشت مخکې، دوه ځله د تذکرې د وېش مرکز ته ورغلی يم؛ خو ډک شوی فورم رانه نه اخلي او وايي، چې نوبت ته صبر وکړه؛ زه نه پوهيږم چې نور به لا څومره صبر کوم)).
د مزارشريف دغه اوسېدونکی زياتوي، چې حکومت بايد د خلکو تقاضا درک کړي او د الکټرونيکي تذکرو د وېش مرکزونه دې زيات کړي.
شفيقه مزارشريف کې د يوه خصوصي پوهنتون د څلورم کال محصله ده.
هغه هم وايي، چې د الکټرونيکي تذکرې د اخيستو لپاره لېوالتيا لري؛ خو امکانات يې نشته.
مېرمن شفيقه زياتوي، چې د برېښنايي تذکرې په درلودو سره د ډرېورۍ د جواز، پاسپورټ اخيستو او تحصيلي اسنادو طی مراحل کېدو برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنتځته کېږي.
هغې وويل: (( فورم مې اخيستی او ډک کړی مې دی؛ تېره اوونۍ د برېښنايي تذکرې مرکز ته تللې وم، راته وويل شول، چې اوس د کار د حجم زياتوالي له امله نوي فورمونه نه شي ټولولی)).
دى وايي، چې د ډېرو ستونزو په طی کولو سره دغه پروسه حکومت پيل کړه؛ نو اوس په کار ده چې د وېش برخه کې يې هم اسانتياوې رامنځته شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم مزارشريف کې د الکټرونيکي تذکرو د وېش برخه کې د ستونزو موجوديت تاييدوي.
هغه پژواک ته وويل، چې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو برخه کې د مخالفتونو با وجود بيا هم خلک ډېر لېواله دي، چې دغه تذکرې تر لاسه کړي.
ده وويل، چې مزار کې د برقي تذکرو د ورکړې يو مرکز فعال دی، چې دا په هېڅ صورت د متقاضيانو غوښتنې نه شي پوره کولی.
د حديد په خبره، لا هم زرګونه فورمونه د برېښنايي تذکرو د وېش په مرکز کې پراته دي، چې پروسس به يې مياشتې وخت ونيسي.
د ولايتي شورا رييس وويل: (( د برېښنا تذکرو اخيستو لپاره تقاضا زښته ډېره ده، هر سړی غواړي چې برقي پېژندپاڼه واخلي؛ خو له بده مرغه عام خلک نه شي کولی، چې په اسانۍ سره دغه تذکره تر لاسه کړي)).
د هغه په خبره، حکومت او د احصايې ملي اداره بايد مزارشريف کې د برېښنايي تذکرو د وېش نور مرکزونه هم فعال کړي.
حديد وايي، چې برېښنايي تذکرې د ښې حکومتولۍ او شفافيت رامنځته کېدو برخه کې مهمې دي او حکومت يې بايد وېشلو ته لومړيتوب ورکړي.
په ورته مهال بلخ کې د احصايې او معلوماتو ادارې مسوولين هم تاييدوي، چې دغه ولايت کې د خلکو تقاضا زياته؛ خو د دوی امکانات کم دي.
د احصايې ملي ادارې مشر محمد بشيرمحمودي پژواک ته وويل، چې د روان کال د وږي مياشتې له ۲۲نېټې راهيسې د برېښنا تذکرو د نويو غوښتنليکونو د ټولولو لړۍ د کار د حجم زياتوالي له امله بنده ده.
محمودي وويل: (( د سنبلې په مياشت کې موږ سره د ثبت شويو غوښتنليکونو شمېر شلو زرو ته ورسېد، په داسې حال کې چې موږ په ورځ کې د ۳۰۰ کسانو د بايومټريک ظرفيت لرو؛نو په دې خاطر چې چارې نورې هم ګډوډې نه شي، لومړی غواړو تر لاسه شويو فورمونه پروسس کړو او بيا له هغه وروسته له نورو متقاضيانو څخه د برقي تذکرې غوښتنپاڼې واخلو)).
د بلخ د احصايې رييس وايي، چې لا هم څه باندې پنځه زره فورمونه له دوی سره موجود دي، چې بايد پروسس شي او متقاضيانو ته يې برقي تذکرې ورکړل شي.
د هغه په وينا، دوی له سيمه ييزې او مرکزي ادارې سره دغه موضوع شريکه کړې، چې تر راتلونکو دوو اوونيو پورې به په مزارشريف کې د برقي تذکرو د وېش دويم مرکز هم فعال شي.
محمودي همدا راز وويل، چې دوی مکلف دي؛ څو په لومړي ګام کې د دولت ملکي کارمندانو ته لومړيتوب ورکړي؛ چې هغوی خپلې برېښنايي تذکرې تر لاسه کړي.
بلخ کې په داسې مهال د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو زياتېدو غوښتنه کېږي، چې د افغانستان د احصايې او معلوماتو اداره وايي، چې د لړم مياشتې په ۱۹ ورځو کې په انلاين ډول د برېښنايي تذکرې ۱۱۸۹۱۰۲ غوښتنليکونه ثبت شوي دي.
ياده اداره وايي، چې دمګړۍ د الکټرونيکي تذکرو د وېش ۵۵ مرکزونه فعال دي، چې نږدې وخت کې به نور مراکز هم پرانيستل شي.
د چارو د ادارې رييس فضل محمود فضلي هم تېره ورځ په يوه فيسبوکي ياددښت کې ويلي، چې په هره ورځ کې متقاضيانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې ظرفيت له ۲۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ ته پورته شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









