ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې ملکي وګړي، سرتېري او طالبان وژل شوي

کندوز کې ملکي وګړي، سرتېري او طالبان وژل شوي

author avatar
10 Nov 2020 - 12:18
کندوز کې ملکي وګړي، سرتېري او طالبان وژل شوي
author avatar
10 Nov 2020 - 12:18

کندوز ښار (پژواک، ٢٠ لړم ٩٩) : دکندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد او بيا هوايي بمبار کې سرتېرو، ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د لړم په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د اختر محمد تېپې په سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په بريد کې څلور سرتېري وژل شوي، دوه ټپيان او يو لادرکه شوى دى.

مرادي وايي چې تر دې بريده وروسته وسله وال طالبان د نږدې کلي يوه کور کې پټ شول او هوايي ځواک پر دې کور بمبار وکړ، چې له امله يې درې وسله وال طالبان او پنځه ملکي وګړي ووژل شول او دوه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د طالبانو په بريد کې د ملي اردو پوستې سقوط کړى دى.

د سيمې يو تن اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک ته وويل چې په بريد کې اووه سرتېري وژل شوي او يو لادرکه دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.