ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو امنيت ته ډېره پاملرنه وکړي”

“حکومت دې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو امنيت ته ډېره پاملرنه وکړي”

author avatar
16 Nov 2020 - 15:47
“حکومت دې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو امنيت ته ډېره پاملرنه وکړي”
author avatar
16 Nov 2020 - 15:47

مزارشريف ( پژواک، ۲۶لړم ۹۹) : د بلخ ولايت د پوهنتون يو شمېر استادان، محصلين او مدني فعالان له حکومت څخه غواړي، چې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو امنيت ته دې پاملرنه زياته کړي.

دوی چې د لړم په ۲۶مه، مزارشريف کې د محصل ورځې په مناسبت راټول شوي وو، همدا راز يې پر کابل پوهنتون وروستی خونړی بريد وغانده او ډاډ يې ورکړ، چې د زده کړو برخه کې ټينګ هوډ به يې مات نه شي.

د حيات بلخ خصوصي انستيتيوت علمي مرستيال زلمي عطايي پژواک ته وويل، چې په افغانستان کې وروستي خونړي بريدونه د خلکو د ناهيلۍ سبب ګرځېدلي دي.

د هغه په وينا، حکومت بايد د خلکو د مال او ځان خونديتوب ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړي د کابل پر پوهنتون بريد ته په اشارې وويل، چې طبعاً په ټول هېواد کې محصلين وېرېدلي؛ خو زياتوي چې د زده کړو برخه کې د دوی هوډ نه شي ماتولی.

عطايي وويل: (( دا جالبه ده، چې هلته د سولې خبرې روانې دي او دلته د وينو ويالې بهېږي، افغانان څه نا څه سولې ته هيله من شوي وو، خو له بده مرغه وروستيو بريدونو بېرته وښوده، چې لا هم ډېر ې ستونزې په مخکې پرتې دي)).

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د جګړې پر ضد يو موټی شي او د سولې راتګ لپاره ذهنيت جوړونه وکړي.

مدني فعال احمد بلال غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې تعليمي او تحصيلي مرکزونه بې پلوه ملکي بنسټونه دي، چې پرې بريد کول هېڅ ډول انساني او شرعي توجيه نه لري.

هغه زياته کړه، چې د جنګ ښکېل اړخونه بايد تحصيلي مرکزونو ته د خپلې جګړې لمبې ونه لېږدوي.

دغه مدني فعال وويل: (( موږ تر څه وخته پورې ووژل شو، په ښوونځي، پوهنتون، مسجد او مدرسې کې هم په امن کې نه يو، نه پوهېږو دا څنګه جنګ دی، د چا له خوا شروع دی او ولې پای ته نه رسېږي)).

نوموړي پر طالبانو او افغان حکومت نيوکه وکړه، چې د سولې خبرو په ځنډېدو سره نورو ورانکارو ډلو ته فرصت ورکوي، څو هغوی پر ملکي اهدافو خپل بريدونه زيات کړي.

هغه له طالبانو غوښتنه وکړه، چې خپلې هر ډول پلمې دې ختمي کړي او د سولې پروسه کې دې له قيد او شرط پرته د تاوتريخوالي پر پای ته رسېدو توافق وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.