ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د دشت ارچي ډېرې سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې دي

چارواکي: د دشت ارچي ډېرې سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې دي

author avatar
17 Nov 2020 - 11:51
چارواکي: د دشت ارچي ډېرې سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې دي
author avatar
17 Nov 2020 - 11:51

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩): حکومتي مسوولين ادعا کوي چې د دشت ارچي ولسوالۍ ډېرې سيمې يې بېرته له طالبانو څخه نيولې دي چې په ترڅ کې يې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

تېره ورځ په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو شمېر حکومتي سرچينو پژواک ته ويلي و چې د يادې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ طالبانو نيولې دي، خو وروسته بيا د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو د ولسوالۍ د سقوط خبره رد کړه او ويې ويل چې د ولسوالۍ دولتي ودانۍ د حکومتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

خو په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه په ارچي ولسوالۍ کې پراخ چاڼيز عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ډېرې سيمې له طالبانو څخه بېرته نيول شوې دي.

سرچينه وايي: ((اوس هم عمليات په چټکۍ سره روان دي چې په ترڅ کې يې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.))

د همدې قول اردو مرستيال وياند هادي جمال پژواک ته وويل چې د دشت ارچي په جګړه کې تر اوسه ٤٠ طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((عمليات ډېر د هوا له لارې ترسره شوي نو ځکه زموږ ځواکونه تلفات نه لري، خو يواځې د کومانډو درې سرتېري ټپيان شوي دي.))

خو د ارچي ولسوال نبي کاکړ بيا پژواک ته وويل چې د يوې شپې لپاره دغه ولسوالۍ طالبانو نيولې وه.

دى وايي، امنيتي ځواکونو تېره شپه عمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې يې ولسوالۍ بېرته د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې شوه.

د نوموړي په وينا، د ارچي په ياده جګړه کې شاوخوا ٤٠ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وويل: ((امنيتي ځواکونه اوس هم په جګړه بوخت دي، ډېرې سيمې يې ترې نيولې او د نورو د نيولو هڅې روانې دي.))

ولسوال زياتوي چې د تېرې شپې په جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د ارچي يو اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې حکومتي ځواکونو يواځې د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ نيولي نور ټولې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.