ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته ولسمشر د پکتيا مستوفيت د مالياتو د حيف و ميل کېدو د جدي بررسۍ امر کړى

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته ولسمشر د پکتيا مستوفيت د مالياتو د حيف و ميل کېدو د جدي بررسۍ امر کړى

author avatar
26 Nov 2020 - 14:03
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته ولسمشر د پکتيا مستوفيت د مالياتو د حيف و ميل کېدو د جدي بررسۍ امر کړى
author avatar
26 Nov 2020 - 14:03

ګردېز (پژواک، ٦ ليندۍ ۹۹): د پژواک له خوا په کلني ډول د پکتيا مستوفيت د مالياتو د لسګونه ميليونه افغانيو د حيف و ميل کېدو له راپور خپرېدو وروسته ولسمشر غني له اړوندو ادارو څخه په دې اړه د جدي بررسۍ غوښتنه کړې.

پژواک خبري اژانس د لړم مياشتې په ٢٠مه يو څېړنيز راپور خپور کړ چې له مخې يې هرکال د پکتيا مستوفيت ١٨٣ ميليونه افغانۍ حېف او ميل کيږي او د دولت د خزانې پرځاى شخصي جيبونو ته ځي.

ماليې وزارت او پکتيا ولايت ته په لېږل شوي هدايت کې د دغې موضوع په اړه د بشپړو توضحياتو او “جدي ګزارش” غوښتنه شوې ده.

د پکتيا ولايتي اداره وايي، د فساد يا حيف و ميل مواردو څېړلو ته ژمن دي او د ولسمشر د وروستي هدايت په اړه يې هم چټک کار پيل کړی دی.

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل پژواک ته وويل: ((د پژواک له راپور وروسته د جمهوري رياست هدايت راغلی او توضیحات غوښتل شوي، دلته اړونده اداره له هماغه شېبې په چټکتيا کار کوي، تر څو ياده مسله روښانه کړي.))

پژواک هم د ولسمشر د ياد مکتوب يوه کاپي ترلاسه کړې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي چې پژواک په پکتيا کې د ٦٥٠٠ مارکېټونو او دوکانونو د مالياتو د حيف و ميل کېدو خبر ورکړى.

په همدې مکتوب کې اړوندو ادارو ته هدايت ورکړل شوى چې په ٢٤ ساعتونو کې په دې اړه خپل راپور چمتو او له دوى سره يې شريک کړي.

بل لورته د پکتيا اوسېدنکي هم په ياده برخه کې د پژواک د راپور ستاينه کوي.

د ګردېز اوسېدونکى جمال وايي چې په ياده برخه کې د پژواک د راپور خپرولو ستاينه کوي او زياتوي چې کېداى شي د فساد کچه تر دې هم لوړه وي.

همدارنګه د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي پژواک ته وويل: ((مسايل ډېر دي، که ټول په ګډه کار وکړي، حتما يوې نتيجې ته رسيږي. د اصلاحاتو په اړه د پژواک د کره رپورونو هرکلی کوو او ډاډ ورکوو چې د ولس د استازي په توګه به داسې مسايل موږ هم تعقيبوو.))

د يادونې ده چې د پکتيا د مستوفيت ترڅنګ د هېواد په نورو مستوفيتونو او ګمرکونو کې هم خلک له پراخ اداري فساد څخه سرټکوي او ټينګار کوي چې مخه يې بايد ونيول شي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.