ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې په درې ځله رایو ورکولو سره له ټولو ۲۵ نوماند وزیرانو او رییسانو ۲۰ تنه تایید کړل

ولسي جرګې په درې ځله رایو ورکولو سره له ټولو ۲۵ نوماند وزیرانو او رییسانو ۲۰ تنه تایید کړل

author avatar
2 Dec 2020 - 19:59
ولسي جرګې په درې ځله رایو ورکولو سره له ټولو ۲۵ نوماند وزیرانو او رییسانو ۲۰ تنه تایید کړل
author avatar
2 Dec 2020 - 19:59

‏کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۹): ولسي جرګې نن په داسې حال کې درېیو نوماند وزیرانو ته د تایید، خو درېیو نورو ته د رد رایې ورکړې چې د یو شمېر کسان وکیلان د رایو په بدل کې د پیسو په اخیستلو تورنوي او ځینو وکیلانو د اصولو خلاف علني رایې ورکولې.

ولسمشر غني د ۲۳ وزارتونو او درېیو خپلواکو ریاستونو نوماندان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره ورپېژندلي دي، تر دې مهاله شلو کسانو د دغې جرګې د باور رایه ترلاسه کړې خو درې نور بیا د یادې جرګې د باور رایې په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي.

د افغانستان بانک ریاست نوماند اجمل احمدي، د قبایلو او سرحدونو وزارت نوماند محب الله صمیم، د کلیو د پراختیا وزارت نوماند مجیب الرحمن کریمي، د پوهنې وزارت نوماندې رنګینې حمیدي، د اقتصاد وزارت نوماندې کریمې حامد فاریابي او د عامې روغتیا وزارت نوماند احمد جواد عثماني تېره ورځ ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل.

ولسي جرګې نن دغو شپږو کسانو ته د رایو صندوقونه کېښودل.

نن د جرګې ۲۴۲ غړو نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو په بهیر کې ګډون کړی و او د بریا لپاره هر نوماند وزیر باید ۱۲۲ رایې ترلاسه کړې وای.

د رایو په پایله کې، محب الله صمیم د ۲۰۹ رایو په ترلاسه کولو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه، کریمه حامد فاریابي د ۱۳۶ رایو په ترلاسه کولو د اقتصاد د وزیرې او احمد جواد عثماني د ۱۴۵ رایو په ترلاسه کولو د عامې روغتیا وزیر په توګه د ولسي جرګې له خوا تایید شول.

خو اجمل احمدي د ۷۲ تایید رایو په ترلاسه کولو، مجیب الرحمن کریمي د ۱۱۸ تایید رایو په ترلاسه کولو او رنګینه حمیدي د ۱۱۴ د باور رایو په ترلاسه کولو سره ونه توانېدل د یادو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره لازې رایې ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې ولسي جرګې تېره اوونۍ د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د دفاع وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد تینج، د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ته د باور رایه ورکړه.

دغه راز ولسي جرګې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوماند انوارالحق احدي، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت نوماند محمود کرزي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نوماند نورالرحمن اخلاقي، د ترانسپورټ وزارت نوماند قدرت الله ذکي، د ټولګټو وزارت نوماند نجیب الله یمین، د کانونو او پټرولیم وزارت نوماند محمد هارون چخانسوري او د ملي امنیت د عمومي ریاست نوماند احمد ضیاء سراج ته د باور رایې ورکړې، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند طاهر زهیر او د ښځو چارو وزارت نوماندې حسینې صافۍ د باور رایه نه ده ترلاسه کړې وې.

طاهر زهیر او حسینې صافۍ تېره دوشنبې (لېندۍ د لسمې نېټه) له ولسي جرګې د باور رایې ترلاسه نه کړې.

میر رحمان رحماني د نن ورځې د رایې اچونې له پایلو اعلانولو وروسته له ولسمشره وغوښتل چې د اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو، پوهنې او کلیو پراختیا وزارتونو او د افغانستان بانک ریاست لپاره نوي نوماندان دغې جرګې ته ور وپېژني.

د پیسو په بدل کې د رایې ورکولو تور

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «له بده مرغه نن شپه (د شپې له ٩:٠٠ نږدې تر ١٠:٣٠ بجو)، د مرکزي بانک د ریاست نوماند ته د ولسي جرګې د وکیلانو د رایو د پېرلو لپاره د دغې جرګې د اداري پلاوي د يوه غړي په کور کې د ځانګړو نغدي امتیازاتو لړۍ روانه ده! فساد له ارګه تر بانک او ولسي جرګې ته رسېدلی دی.» هغه په دې اړه د چا نوم نه دی اخیستی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشر دوست هم د دغې جرګې د نن په ناسته کې د چا د نوم له اخیستو پرته وویل د یادې جرګې ځینې غړي د پیسو په بدل کې رایې ورکوي.

خو دغه خبرې د جرګې د یو شمېر غړو له غبرګونونو سره مخ شوې.

د کندهار د خلکو استازې ملالۍ اسحاقزۍ وویل: «بشردوست باید له اسنادو پرته د جرګې غړي تورن نه کړي، که اسناد لري وړاندې یې دې کړي، له هغې پرته باید چاته د وکیلانو د تورنولو اجازه ورنه کړل شي.»

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید احمد سېلاب په داسې حال کې چې وکیلانو ته د پیسو وېشل نه ردوي، خو وایي، څوک چې ادعا کوي باید اسناد هم وړاندې کړي، ټول وکیلان باید تورن نه شي، که ما اخیستې وي کفن مې دې شي.»

علني رایه ورکونه

نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو بهیر پټ وي، خو نن د جرګې یو شمېر غړو د رایې ورکونې پاڼې نورو ته ښکاره کولې څو معلومه شي چې نوماند ته د رد یا تایید رایه ورکوي.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي صدیق احمد عثماني د جرګې رییس ته په خطاب کې وویل: «یو شمېر وکیلان د داخلي دندو د اصولو خلاف هڅه کوي څو د بل وکیل رایه وګوري، رسنۍ زموږ لپاره پراخ تبلیغات کوي، په مهربانۍ سره خپل او زموږ عزت په پام کې ونیسئ، د رایې ورکونې ډول د اصولو خلاف روان دی، له اصولو سره سم دې رایه ورکړل شي، غوښتل مې د داخلي دندو اصول وسوځوم، د تاسو د احترام له امله مې دا کار ونه کړ ځکه دغه پروسه د اصولو خلاف روانه ده.»

د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي د جرګې په ناسته کې د رایې ورکونې پر ډول نیوکه وکړه او د جرګې رییس ته یې په خطاب کې وویل: «څارنه وکړئ او د ملت کور نور تر پوښتنې لاندې مه راولئ، د رایو ښکاره کول د اصولو خلاف دي او که استازي خپلې رایې ښکاره کوي، ښه ده چې ټولو نوماند وزیرانو ته علني رایې ورکړو.»

د جرګې رییس میر رحمان رحماني د ګڼې ګوڼې او نورو ته د رایو ښکاره کولو له امله د رایې ورکونې بهیر څو ځله ودراوه خو بېرته پیلېده.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.