ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمېسيون د هدفي وژنو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده

د بشري حقونو کمېسيون د هدفي وژنو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده

author avatar
16 Dec 2020 - 14:16
د بشري حقونو کمېسيون د هدفي وژنو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده
author avatar
16 Dec 2020 - 14:16

کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٩): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د هدفي وژنو او چسپکي ماينونو پر پېښو اندېښنه ښودلې او له حکومته يې غوښتي چې عدالت تامين کړي.

د دغه کمېسيون له خوا د لېندۍ په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هدفي بریدونه په تېرو شپږو میاشتو کې د ټولو ملکي تلفاتو ۳۱ سلنه جوړوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر ملکي وګړو هدفي بريدونه ښکاره جنګي جنايت بللی او زياتوي چې عاملين به یې هېڅکله هېر نه شي.

سرچينې پر ملکي مامورينو، رسنيو او بشري فعالینو باندې د ورته بريدونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او له افغان حکومته يې غوښتي چې د قربانيانو کورنۍ په دې اړه څېړنو کې په جريان کې واچوي او عدالت تامين کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په کابل او ځينو ولايتونو کې د هدفي وژنو او چسپکي ماين چاودنو پېښې زياتې شوې دي.

پرون د کابل مرستيال والي مُحبوب الله محبي د چسپکي ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو، دغه راز په دې وروستيو کې په کابل کې د څارنوالانو وژلو پېښې هم زياتې شوې دي، د دې ترڅنګ څه موده مخکې د بانک دوه کارکوونکي هم په کابل کې ووژل شول.

دغه راز په کابل، ننګرهار او هلمند ولايتونو کې يو شمېر ژورنالېستان هم وژل شوي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ويلي، په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو ایښودونکو یوه لویه «هسته» نیولې ده.

یاد وزارت زیاته کړې وه چې د پاتې کسانو د نیولو هڅې هم روانې دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.