ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٥٠زره کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٥٠زره کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي

author avatar
17 Dec 2020 - 14:47
په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٥٠زره کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي
author avatar
17 Dec 2020 - 14:47

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٣٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٠٢٠٢ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د لېندۍ په ٢٧مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٤٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٣٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٠٢٠٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٨٢ کسان په هرات، ٣٦ په کابل، ٢٥ په تخار، ١٥ په فراه، ١٢ په کندهار، لس په غور، اته په ميدان وردګ، اووه په بغلان، پنځه- پنځه په ننګرهار، کونړ او پنجشېر، څلور په غزني، درې- درې په نيمروز، لغمان، زابل او اروزګان، دوه په پروان، دوه په بادغيس او يوه- يوه هم په لوګر او بدخشان ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٨٦٨٦ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٥ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٠٣٢ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.