ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرانسې ولسمشر په کرونا ناروغۍ اخته شوی

د فرانسې ولسمشر په کرونا ناروغۍ اخته شوی

author avatar
18 Dec 2020 - 10:38
د فرانسې ولسمشر په کرونا ناروغۍ اخته شوی
author avatar
18 Dec 2020 - 10:38

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ٩٩): د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د دغه هېواد ولسمشر اېمانوېل مکرون په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.

د فرانسې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مکرون د کرونا تر نښو وروسته معاینات کړي او پایله یې مثبته ختلې ده.

سرچینې زیاته کړې، ۴۲ کلن مکرون به د اوو ورځو لپاره قرنطین شي، خو ویل کېږي د هېواد چارې به پر مخ بیايي.

د یادونې ده چې روانه اوونۍ فرانسه کې د کرونا د ډېرېدونکو پېښو له کبله د شپې پر ګرځېدو محدودیت ولګېد.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، به فرانسه کې تر دې دمه د کرونا وېروس له ۲ میلیون ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې او څه باندې ۵۹ زره ۴۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.