کابل (پژواک) – الجزیرې راپور ورکړی چې د خلیج هېوادونو له ایران سره ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې، څو په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پراخېدو او د امریکا او ایران ترمنځ د جکړې د بیاپیلېدو مخه ونیول شي.
د راپور له مخې، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې چې د روان کال په اګسټ کې یې د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی، د قطر له ډیپلوماټانو سره یوځای د دوشنبې په ورځ په تهران کې له ایراني لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
سرچینه زیاتوي چې دا لیدنه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بیا پیلېدو د مخنیوي په موخه شوې ده. د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان هم ګډون درلود.
د راپور له مخې، د خلیج هېوادونه هڅه کوي د جګړې د بل پړاو مخه ونیسي؛ ځکه چې روان کړکېچ د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ محدود کړی، د نړۍ د تېلو او ګازو اکمالات یې ګډوډ کړي او د خلیج په هېوادونو کې یې د انرژۍ پر تاسیساتو او زیربناوو منفي اغېزې کړې دي.
خو د راپور له مخې، د سیمې د امنیت په اړه د هېوادونو د دریځونو توپیر او د متقابل باور نشتوالی د یوه دوامدار سیمهییز تړون د رامنځته کېدو پر وړاندې مهم خنډونه دي.
الجزیزې د شنونکو له قوله لیکلي چې په راتلونکو میاشتو یا ان کلونو کې د یوه ګډ سیمهییز امنیتي چوکاټ رامنځته کېدل ستونزمن ښکاري.
د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د ژمنو د عملي کولو د ترتیب پر سر هم اختلافات شته. امریکا له ایران څخه، په ځانګړي ډول د اټومي پروګرام په اړه، امتیازات غواړي؛ خو تهران ټینګار کوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید لومړی د ایران شرایط ومنل شي.
د نړۍوال بحران ډلې یوه شنونکي الجزیرې ته ویلي چې سیمهییز منځګړیتوب کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو په کمولو کې مرسته وکړي، خو د سیمې د هېوادونو د منځګړیتوب هڅې په خپله دا معنا نه لري چې ایران او امریکا هم جوړجاړي ته چمتو دي.
هغه زیاته کړې چې د خلیج هېوادونه لا هم د امریکا له امنیتي نظام سره ژورې اړیکې لري او داسې نښې نه لیدل کېږي چې هغوی دې له دغه نظام څخه د وتلو پرېکړه کړې وي.
د الجزیرې راپور کې راغلي چې وروستۍ جګړې د امریکا د امنیتي تضمینونو د اعتبار په اړه پوښتنې راپورته کړې، خو د سیمې هېوادونه د خپلو ستراتیژیکو اړیکو د بنسټیز بدلون پر ځای هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې امنیتي همکارۍ پراخې کړي.










