منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

نړۍوالو هوايي شرکتونو د ټکټونو د بیو لوړېدو خبرداری ورکړی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک): د راپورونو له مخې، «د ایران د جګړې» او منځني ختیځ کې د کړکېچ له دوام سره یو شمېر نړۍوالو هوايي شرکتونو خبرداری ورکړی چې د الوتکو د تېلو د بیو لوړېدو له امله به د هوايي ټکټونو بیې لوړې کړي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د الوتکو د سون‌توکو بیې د جګړې له پیل مخکې کچې په پرتله نږدې دوه برابره شوې دي او هوايي شرکتونه د سون‌توکو د لګښتونو د زیاتوالي د جبران لپاره د ټکټونو د بیو لوړولو ته مخه کوي.

د راپور له مخې، د «ایرآسیا» اجراییوي رییس ټوني فرناندز ویلي چې د سون‌توکو د بیو د لوړېدو پر وړاندې د هوايي شرکتونو د مالي خوندیتوب ډېری قراردادونه د پای ته رسېدو په حال کې دي او شرکتونه اړ دي چې یا خپل لګښتونه کم کړي او یا د الوتنو کرایې لوړې کړي.

د «رایان‌ایر» هوايي شرکت اجراییوي رییس مایکل اولیري ویلي چې د دغه شرکت په ګډون د اروپا هېڅ هوايي شرکت د ۲۰۲۷ کال تر دوبي پورې د سون‌توکو د بیو د لوړېدو پر وړاندې په کافي اندازه مالي خوندیتوب نه لري؛ له همدې امله ښايي د الوتنو کرایې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې لوړې شي.

په راپور کې راغلي چې د فنلنډ هوايي شرکت «فین‌ایر» د سون‌توکو د لګښتونو د زیاتوالي له امله د مالي خوندیتوب د نویو قراردادونو له لاسلیکولو ډډه کړې ده.

د راپور له مخې، د ناروې هوايي شرکت «نارویجین ایر شټل» هم اړ شوی چې د ایران د جګړې له پیل وروسته د ټکټونو لوړې شوې بیې بېرته لږ راټیتې کړي؛ ځکه د دغه شرکت په وینا، خلک د لوړو کرایو ورکولو ته چمتو نه وو.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د الوتکو سون‌توکي د هوايي شرکتونو د ټولو لګښتونو له ۳۰ تر ۴۰ سلنې جوړوي او د بیو لوړېدل یې د دغو شرکتونو پر مالي وضعیت د پام وړ فشار راوړي.

راپور زیاتوي چې د اروپايي ټولنې د الوتنو کرایې د روان کال په سپتمبر کې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۵،۸ سلنه لوړې شوې دي؛ په داسې حال کې چې په امریکا کې دغه زیاتوالی له ۲۰ سلنې ډېر و.