منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په اروپا کې د ګازو بیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو له امله د انرژۍ د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې شوې او په اروپا کې د طبیعي ګازو بیې ۴،۳۵ سلنه لوړې شوې دي.

انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، د اروپا د طبیعي ګازو شاخص د لومړي ځل لپاره له ۲۰۲۲ کال راهیسې په هر مېګاواټ ساعت کې له ۱۰۰ یورو واوښت.

راپور زیاتوي چې د ګازو بیې د اکتوبر په ۲۸مه د ګرینویچ پر وخت د ۱۵:۳۰ بجو پورې ۴،۳۵ سلنه لوړې شوې او په هر مېګاواټ ساعت کې ۱۰۰ یورو ته ورسېدې.

د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو، په ځانګړي ډول له فارس خلیج څخه د طبیعي ګازو د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سیمه مخکې د نړۍ نږدې پنځمه برخه اوبلن طبیعي ګاز برابراوه.

انادولو لیکلي چې هممهاله د خامو تېلو، د ترانسپورټي وسایطو د سون‌توکو، طبیعي ګاز، برېښنا او خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

د راپور له مخې، د برنټ خامو تېلو بیه ۲،۲ سلنه لوړه شوې؛ یعنې د هر بېرل بیه یې ۱۱۶ ډالرو ته رسېدلې ده.

راپور زیاتوي چې د بازارونو د اټکل له مخې، د طبیعي ګازو بیې ښایي لږ تر لږه د راتلونکي یوه کال لپاره لوړې پاتې شي؛ ان که جګړه پای ته ورسېږي او د ژمي هوا هم معتدله وي. د دې لامل دا دی چې اروپا باید خپلې د ګازو زېرمې بېرته ډکې کړي.