کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د یوه پرېکړهلیک په تصویب سره له امریکا غوښتي چې پر کیوبا لګېدلي اقتصادي، سوداګریز او مالي بندیزونه پای ته ورسوي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د پرېکړهلیک مسودې ته د ترکیې په ګډون ۱۳۰ هېوادونو موافقه رایه ورکړې؛ خو د امریکا، اسراییلو، اوکراین، ارجنټاین او متحده عربي اماراتو په ګډون ۱۷ هېوادونو بیا منفي رایه ورکړې او ۲۵ نورو هېوادونو ممتنع رایه کارولې ده.
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز پارییا د رایې اچونې له پیل مخکې ویلي و چې دغه بندیزونه د کیوبایانو پر ورځني ژوند مستقیم اغېزې لري او د سونتوکو، درملو، خوراکي توکو او نورو اړینو توکو د کمښت لامل شوي دي.
هغه ویلي: «کیوبا ګواښ نه دی؛ محاصره ګواښ دی.»
نوموړي زیاته کړې چې د بندیزونو اغېزې د کیوبایي کورنیو پر دسترخوان او د روغتونونو پر ناروغانو هم لیدل کېږي.
خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د کیوبا د حکومت دا دریځ رد کړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد اقتصادي ستونزې تر ډېره د خپل حکومت د سیاستونو پایله ده.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له ۲۰۱۲ کال راهیسې څو ځله داسې پرېکړهلیکونه تصویب کړي چې له امریکا یې پر کسوبا د بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه پکې کړې ده.










