ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې خبرو مرکچي پلاوو ترمنځ منځګړتوب لپاره دې کمېسیون جوړ شي”

author avatar
2 Jan 2021 - 13:40
author avatar
2 Jan 2021 - 13:40

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۹): د تفاهم او ملي پیوستون ایتلاف له خوا په جوړه شوې ناسته کې د اوربند او سولې خبرو پرمختګ په موخه د دواړو لورو مرکچي پلاوو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د بې پرې کمېسیون جوړېدو غوښتنه وشوه.

دغه غونډه نن په کابل کې د سلګونو کسانو په ګډون د «افغانان په هېواد کې سوله او دایمي اوربند غواړي.» تر عنوان لاندې په داسې حال کې جوړه شوې وه چې ټاکل شوې د سولې بین الافغاني خبرو مرکچي پلاوي د روانې مرغومي میاشتې په ۱۶مه په قطر کې د سولې خبرو دویم پړاو پیل کړي.

د تفاهم او ملي پیوستون ایتلاف مشر عارف الکوزي په یاده غونډه کې وویل چې د سوله له خبرو سره هم مهاله د تاوتریخوالي ډېروالی د سولې خبرو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

ده ټینګار وکړ چې د سولې خبرو دویم پړاو په پیل کې دې اوربند وشي.

هغه وایي، دواړه خواوې باید انعطاف ښکاره کړي او د سولې خبرو ته خنډونه جوړ نه کړي.

ده دا هم وویل چې په امریکا او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې تر اوسه هم د افغانستان حالاتو په تړاو ګډ دریځ نشته او د افغانستان په چارو کې لاسوهنې اوس هم روانې دي.

د الکوزي په اند، د دواړو لورو مرکچي پلاوو تر اوسه د مدعي او مدعي علیه په څېر چلند کړی، نو ځکه خو اړتیا ده چې یو درېیم بې طرفه کمېسیون جوړ شي، څو د هغوی ترمنځ منځګړتوب وکړي.

د ده په وینا، دغه کمېسیون باید له دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو بې پرې کسانو جوړ شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم هم په نننۍ ناسته کې خبرې وکړې، ویې ویل چې د سولې خبرو د دویم پړاو په پیل کې باید اوربند وشي، څو تل پاتې سولې ته لار هواره شي.

د ده په خبره، افغانان داسې سوله غواړي چې لاسته راوړنې او حقونه یې په کې خوندي شي.

د ګوجرو قوم ځوانانو شورا مشر ارشاد هیله من هم په نننۍ ناسته کې د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د سولې بین الافغاني خبرو دويم پړاو باید په افغانستان کې پيل شي څو په دغه بهير کې د نورو هېوادونو لاسوهنو مخه ونیول شي.

قومي مشر محمد انور سلطاني  چې د مشرقي قوم په استازیتوب یې خبرې کولې هم په نننۍ ناسته کې وویل چې بې اوربنده سوله نه کېږي او دواړه خواوې باید د دويم پړاو په خبرو کې اوربند وکړي.

هغه وویل: «په ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، هر ورځ خلک خپل ورور، پلار او خور له لاسه ورکوي، اوربند د ورور وژنې د مخنیوي لپاره ډېر ضرور دی، تر هر څه مخکې باید دواړه خواوې اوربند وکړي.»

هغه همدارنګه وویل چې د سولې په خبرو کې باید د ټولو خواوو حقونه خوندي شي او هر څوک باید په دغه بهېر کې خپل ځان وویني.

Visits: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.