ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قريشي: د يوه سوله ييز، خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوو

قريشي: د يوه سوله ييز، خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوو

author avatar
12 Jan 2021 - 15:41
قريشي: د يوه سوله ييز، خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوو
author avatar
12 Jan 2021 - 15:41

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٩) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې هېواد يې د يوه سوله ييز، خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قريشي دغه څرګندونې نن د افغانستان د حزب وحدت اسلامي ګوند له مشر کريم خليلي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

خليلي پرون په يوه رسمي سفر اسلام اباد ته تللى دى.

سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال دواړو خواوو د افغانستان او پاکستانو د اړيکو، سولې پروسې او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې هېواد به يې د يوه سوله ييز، خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د هغه په وينا، له افغانستان وروسته په سيمه کې پاکستان ډېر افغان  سولې ته لېواله دى.

قريشي وويل، غواړي له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې خپلو اړيکو ته پراختيا ورکړي او په دې برخه کې يې ځينو وروستيو پرمختګونو ته اشاره هم وکړه.

نوموړى وايي، پاکستان تل ويلي چې د افغانستان شخړه  نظامي حل لاره نه لري او دا ستونزه د سوله ييزو مذاکراتو له لارې هوارېدلى شي.

د هغه په وينا، يواځې دافغانانو په مشرۍ او مالکيت يوه پراخ بنسټه سياسي حل لاره دې شخړې ته پيدا کىداى شي.

قريشي زياته کړه چې پاکستان به دافغان سولې لپاره د اسانتيا برابرولو برخه کې خپل مثبت رول ته ادامه ورکوي.

هغه په ډاګه کړه، ټولې خواوې بايد د تاوتريخوالي  کمولو لپاره اقدامات وکړي، څو يوه دايمي اوربند ته لاره هواره شي.

قريشي ويلي چې د افغانستان سولې لپاره سيمه اقتصادي پرمختګ کوي، سيمه ييز اتصال پيليږي چې ورسره د سيمې ټولو هېوادونو ته يې ګټه رسيږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې کريم خليلي په سوله او نورو برخو کې د پاکستان له ملاتړ او همکاريو څخه مننه وکړه.

Visits: 133

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.