ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: ناټو دې له افغانستانه ځمکنيو حقايقو ته په کتو ووځي

اتمر: ناټو دې له افغانستانه ځمکنيو حقايقو ته په کتو ووځي

author avatar
13 Jan 2021 - 13:49
اتمر: ناټو دې له افغانستانه ځمکنيو حقايقو ته په کتو ووځي
author avatar
13 Jan 2021 - 13:49

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٩) : د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر له ناټو وغوښتل چې د تېرو دوو لسيزو د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره د افغان دولت ملاتړ وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پونټيکرو د بهرنيو چارو له وزير حنيف اتمر سره د ويډيو له لارې خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې دواړو لوريو د افغان سولې پروسې د دويم پړاو مذاکراتو پر بيا پيلېدو، او په افغانستان کې د ناټو ماموريت د راتلونکي برخليک په اړه خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزير د افغان سولې پروسې، امنيت او ثبات لپاره د ناټو ملاتړ اړين او مهم وباله.

نوموړي د طالبانو له خوا خطرناکو وسلو او بې پيلوټه الوتکو ته د لاسرسي په اړه اندېښنه وښوده.

د هغه په وينا، د سولې پروسې د بريا لپاره له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل بايد د ځمکنيو حقايقو په رڼا کې په مشروط ډول وي.

د خبرپاڼې په وينا، د ناټو ملکي استازي د دغې ليدنې پر مهال وويل چې د دوحې مذاکرات د سولې لپاره يواځينۍ لاره ده او ناټو يې بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د سولې پروسې د بريا لپاره به ناټو او افغانستان د سيمه ييزې او نړيوال اجماع رامنځته کولو هڅه وکوي.

د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د ناټو د هغې اعلاميې هرکلى وکړ چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو او اوربند لپاره يې ورکړې وه.

اتمر هيله څرګنده کړه، چې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ لپاره د ناټو ماموريت تر هغه ادامه وکړي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ريښې له منځه يوړل شي.

د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرې روانې دي، د طالبانو له خوا د دولتي مامورينو، ژورنالېستانو او مدني فعالانو د وژلو لړۍ پيل شوې ده.

خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د بهرنيو چارو وزير له ناټو څخه وغوښتل چې د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره د افغان دولت ملاتړ وکړي .

Views: 280

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.