ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر پوهنې رياست دوه مديران د فساد په تور نيول شوي

د لوګر پوهنې رياست دوه مديران د فساد په تور نيول شوي

author avatar
17 Feb 2021 - 15:41
د لوګر پوهنې رياست دوه مديران د فساد په تور نيول شوي
author avatar
17 Feb 2021 - 15:41

پل علم (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٩): د ملي امنيت ځواکونو د لوګر د پوهنې رياست مالي او تدارکاتو مديران د اداري فساد په تور نيولي دي.

د لوګر د پوهنې رياست يوې سرچينې د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه رياست ماليي مدير فريد احمد صالحي او د تدارکاتو مدير رياض احمد د ملي امنيت له لوري نيول شوي دي.

هغه وايي: ((تر اوسه دقيق معلوم نه دى چې نور يې څه کړي خو تر کوم ځايه چې ماته معلوم دى، د رياست لپاره هر کيلو ګاز يې د بازار له نرخ څخه په ٣٠ افغانۍ لوړه بيه اخيستى دى.))

دغه راز د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب هم د يادو کسانو نيول کېدل تاييد کړل خو ويې ويل چې تر اوسه کره معلومه نه ده چې دغه کسان ولې نيول شوي دي.

هغه وايي: ((مخکې له غرمې د ملي امنيت کسان راغلل دغه دواړه مديران يې ونيول په سرونو يې ورته توره خولې کش کړه، شعبې يې ورته تړلي دي او له ځانه سره يې بيولي دي.))

بل لورته د ملي امنيت رياست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تېرکال هم د لوګر د پوهنې رياست مالي مدير فريد احمد صالحي له نهو نورو کسانو سره د ملي امنيت له لوري نيول شوى و چې بيا تر يوه مياشت زندان تېرولو وروسته بېرته راخوشې شو او بېرته يې خپلې دندې ته ادامه ورکړه.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.