ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو تن په سرپل کې د یوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
18 Apr 2021 - 16:52
author avatar
18 Apr 2021 - 16:52

سرپل (پژواک، ۲۹وری۱۴۰۰): د سرپل پولیس وایي چې د دغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې یو کس د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د سرپل د پولیسو ویاند نوراغا فیضي وایي چې د صیاد ولسوالۍ د علتو کلي اوسېدونکی محمد اسلم پرون ماښام د عبدالصمد کور ته چې د سرپل ښار د حاجي غفور ښارګوټي د امام کلان په سیمه کې موقعيت لري، ننوتلی او د کلاشینکوف پر ډزو يې دوه مېرمنې چې یوه ۱۹ کلنه او بله یې ۲۶ کلنه ده وژلي، یو ۲۰ کلن ځوان او یوه پنځوس کلنه ښځه یې ټپیان کړي او تښتېدلی دی.

ده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې درې مېرمنې د بېلابېلو دلیلونو له امله وژل شوې دي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.