Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ماليې وزارت: د یوولسو ګمرکونو کمېشنکارانو یوزرونه بند شول

کابل (پژواک، ٢ غويى ١٤٠٠): د افغانستان ماليې وزارت وايي چې د کابينې د پرېکړې پر بنسټ یې د  یوولسو ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بند کړي دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د پرېکړې پر بنسټ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کمېشنکارانو د لغوه کولو په موخه پرون د هېواد د یوولسو ګمرکونو د کمېشنکارانو يوزرونه بند کړل.

سرچينې زياته کړې چې دا يوزرونه د پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کونړ، تخار، شېرخان بندر او د کندهار، بلخ او هرات  هوایي ډګرونه کمېشنکارانو دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کابینې د پرېکړې پر بنسټ سوداګریز شرکتونه اړ دي چې د خپلو سوداګریزو توکو ګمرکي چارو مرحلو د پرمخ وړلو لپاره په اسیکوډا سیستم کې یوزر جوړ کړي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست یو ځل بیا له ټولو سوداګریزو شرکتونو غوښتي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي چارو مراحلو طی کولو لپاره ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویبپاڼې څخه فورم ترلاسه او له ډکولو وروسته له معتبرو اسنادو (اصلي تذکره، د شرکت جواز او تشخیصیه(TIN . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.