کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې راتلونکې اونۍ په تهران کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون یوه سیمهییزه غونډه جوړیږي.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې تهران په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره دوامداره مشورې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «ایران زموږ د هېواد په ګاونډي چاپېریال کې امنیت او ثبات ته بنسټیز اهمیت ورکوي او په همدې برخه کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د کړکېچونو کمولو او د دوی ترمنځ د تفاهم د پیاوړتیا لپاره هېڅ هڅه نهسپموي.»
د بقایي په خبره، د افغانستان په اړه دغه سیمهییزه غونډه به راتلونکې اونۍ په تهران کې د پاکستان، تاجکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب ترسره شي.
هغه د دې غونډې جوړېدل د ګاونډیو هېوادونو او نورو سیمهییزو اړخونو سره په بېلابېلو کچو کې د ترسره شوو مشورو پایله ګڼلې او هیله یې څرګنده کړې څو دغه نوښت کولای شي د همغږۍ پیاوړتیا او د کړکېچونو په هواري کې اغېزناک رول ولوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP