Language

خلک: امنيتي ځواکونو په ترينکوټ کې يو زده کوونکى وژلى 

ترينکوټ ( پژواک، ١٩ غویی ۱۴۰۰): د اروزګان ولايت د مرکز ترینکوټ ښار سلګونه اوسېدونکي د ولايت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راغلي وو او ادعا يې کوله چې امنيتي ځواکونو يو زده کوونکى وژلى دی.

دوى ويل چې نن سهار د ترينکوټ د سفيدخار په سيمه کې د يوې امنيتي پوستې د سرتېرو له خوا پر يوه زده کوونکي ډزې شوې او هغه يې وژلى دى.

د يادې سيمې اوسېدونکو چې د اعتراض په توګه د ولایت مقام مخې ته راټول شوي وو، له ځان سره يې د زده کوونکي جسد هم راوړی و.

د وژل شوي زده کوونکي تره محمد صادق پژواک اژانس ته وویل چې وراره يې ځوان هلک و او سږکال له دوولسم ټولګي څخه فارغېده.

هغه زياته کړه، دا لومړی ځل نه دی چي د سیمې امنیتي پوسته د دوی پر کلیوالو ډزې کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم د دوی خلک، ماشومان او ښځې په نښه کړي دي.

يو بل اعتراض کوونکی عبدالباري وایي، دولت دې مجرم ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

د نوموړي په وينا، که د وژل شوي زده کوونکي له کورنۍ سره عدالت ونه شي، نو دوی به په دغه ډول نورو اعتراضونوهم لاس پورې کړي.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد له اعتراض کوونکو سره تر ليدنې وروسته رسنيو ته وویل چې د پېښې د څېړنې په موخه يې ګډه پلاوي ته دنده سپارلې ترڅو سيمې ته ولاړ شي.

د هغه په وينا، تر څېړنو وروسته به مجرم د قانون منګلو ته وسپارل شي.

والي وایې، دا لا نه ده معلومه چې زده کوونکی د دوی د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوی او که په سیمه کې د طالبانو له خوا، ځکه چې هلته امنيتي کمربند دى.

خو شېرزاد وايي، هېڅوک حق نه لري چې پرملکي وګړو ډزې وکړي.