ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شوال میاشت ونه لیدل شوه، کوچنی اختر به د پنجشنبې په ورځ وي

د شوال میاشت ونه لیدل شوه، کوچنی اختر به د پنجشنبې په ورځ وي

author avatar
11 May 2021 - 22:14
د شوال میاشت ونه لیدل شوه، کوچنی اختر به د پنجشنبې په ورځ وي
author avatar
11 May 2021 - 22:14

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۰) : د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی چې د شوال میاشت ونه لیدل شوه ، ځکه نو کوچنی اختر به د پنجشنبې په ورځ وي.

تر دې مخکې د سعودي سترې محکمې له خلکو غوښتي وو، چې نن د سه شنبې په ورځ د رمضان د میاشتې په ۲۹مه، نیټه تر ماښام وروسته د شوال د میاشتې د لیدلو هڅه وکړي او دلیدلو په صورت کې نږدې مسوولینو ته خبر ورکړي.

د سعودي رسنیو ددغه هیواد دسترې محکمې د یوې خبرپاڼې په حواله خبر ورکړی چې د سعودي په هیڅ کومه برخه کې د شوال میاشت ونه لیدل شوه.

سرچینې زیاته کړې چې سبا چهارشنبه د روژې مبارکې میاشتې ۳۰مه او پنجشنبه به د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

په ګڼ شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې هم پنجشنبه اختر اعلان شوی دی.

دا چې افغانستان روژې او اخترونه د سعودي د اعلان سره سم نیسي ، نو په افغانستان کې به د پنجشنبې په ورځ اختر وي.

 

Visits: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.